د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنې پاڼې ته ښه راغلاست

دا د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنې پاڼه ده. دلته تاسې ددې ټولنې د مرام، هدف، دریځ او فعالیتونو د لوستلو برسیره دنورو ډیرو علمي، مذهبي، سیاسي او کلتوري مقالو او اشعارو څخه هم استفاده کولائ شئ.

پټه دې پاته نه وي چې زمونږ په بریښنائی کتابتون کې ستاسې لپاره ډیر مفید کتابونه په نظر کې نیول شوي چې ډیر ژر به ستاسې په خدمت کې وړاندې شي.

مـــــننه

خــبرتیا!

د افغانسـتان د سـوله ایز بدلون ټولنې د خپل محترم او خواخوږي مشر داکتر صاحب فاروق اعظم په لارښوونه او هدایت د سویډن په ستوکهولم ښار کې خپله څانګه پرانســته. دغه ټولنه ټولو هغو درنو اروپا مېشتو افغانانو څخه چې پخپل هیواد کې د یوه مثبت او سوله ایز بدلون لاره څاري، په ډیر درنښت هیله کوي چې د ټولنې هڅې پخپلو مرستو او بسپنو لا چټکې کړي.

د افغانستان سوله ایز بدلون هوډ لری چې د وطن ویر ژړلی او د نورو له خوا را تپل شوی حالت پخپله د افغانانو په نوښت او ددوی په مالي مرستو او لوړ همت بدل کړي.

راځئ چې د يوه هوسا، سوکاله او آرام افغانستان لپاره ددغې ټولنې بنسټونه پخپل مالي ملاتړ لا پسې غښتلي کړو. ستاسې ډير کم خیرات او صدقات به هم دغه ټولنه په ګران هیواد کې د ډیرو سترو کارو د اجرا کولو جوګه کړي.

تاسې کولائ شئ چې خپلې مالي مرستې د ټولنې په بانکي آدرس راو لیږئ.

For Sweden SWEDBANK
ACCOUNT   NUMBER       8327-9     923  002  782-4
OR
BANKGIRO   NUMBER      840-8601

For Other Countries:

IBAN                        SE67 8000 0832 7992 3002 7824
SWIFT  OR  BIC            SWEDSESS
Accountholder           MPTA

په ډیر درنښت
د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنې د سويډن د څانګې مسئوله ډله

نوښتونه

۲۸/۱۱/۲۰۱۱ د مقالو په برخه کې دری نوی مقالې په لیکه شوي
۱۹/۱/۲۰۱۲ یو نوی شعر د (ښځه او اسلام ) تر عنوان لاندی په لیکه شو
۱۹/۱/۲۰۱۲ د داکتر صاحب فاروق اعظم د وینا عــــربي ترجمه په لیکه شوه
۱۹/۱/۲۰۱۲ د محترم داکتر صاحب د شعر عربی ترجمه په لیکه شوه
۲۸/۲/۲۰۱۲ د (زما خـــــــورې!) تر عنوان لاندې یوه مقاله په لیکه شوه
۲۹/۲/۲۰۱۲ د حـفـېـظ الدین پیرزاده یو غــــــزل په لیـــــکه شــو